유의 사항:이 웹 사이트는 수시로 업데이트됩니다. 일부 내용은 모든 내용이 번역될 때까지 영어로 기재되어 있을 수 있습니다.

중요 업데이트: 헬스케어 시설
CDC는 COVID-19 백신 접종에 응답하기 위해 헬스케어 시스템의 효과적인 운영 방법 일부를 업데이트했습니다. 자세히 보기
업데이트
CDC는 B.1.617.2(델타) 변이에 관해 새로 확보된 증거에 맞추어 백신 접종 완료자를 위한 지침을 업데이트했습니다. CDC는 백신 접종 상태에 관계없이 모든 교사, 교직원, 학생, K-12 학교 방문자가 실내에서는 일률적으로 마스크를 착용할 것을 권장합니다. 가을에는 다중화 예방 전략 실시하에 어린이들이 전면 대면 수업으로 돌아가야 합니다.
업데이트
백악관은 2021년 11월 8일부터 미국에 입국하는 국제 여행자에게 백신 접종을 의무화할 예정이라고 발표했습니다. 미국 입국 심사 시 허용되는 백신에는 미식품의약국(FDA)이 승인 또는 허가한 백신과 WHO 긴급사용 목록에 있는 백신이 포함됩니다. 자세한 정보는 여기에서 확인하세요.
업데이트
미국 입국 여행 요건이 2021년 11월 8일부터 변경됩니다. 자세한 내용은 여기에서 확인하실 수 있습니다.

خپل د COVID-19 واکسین ترلاسه کول

خپل د COVID-19 واکسین ترلاسه کول
2021년 9월 28일 업데이트

خبرتیا:  FDA د کوویډ-19 فایزر بایواینټیک(Pfizer-BioNTech)  واکسین کارولو ته اجازه ورکړه چې په ځینې نفوس کې د لومړني فایزر بایواینټیک (Pfizer-BioNTech) لړ بشپړیدو لږترلږه شپږ میاشتې وروسته د پياوِړَی کوونکو په توګه اداره شيexternal icon. د واکسيناسيون مشقونو په اړه مشورتي کمیټه د پنجشنبې په ورځ، د سپتمبر 23 ، له ماسپښین څخه تر ماسپښین 3 بجي ختیځ وخت پورې غونډه کوي ترڅو د پياوِړَی کوونکی ستنو/انجیکشنو لګولو سپارښتنه باندې بحث وکړي.

 واکسین موندل

واکسینونه اوس په پراخه کچه موجود دي. په ډیرو قضیو کې، تاسو یوي لیدنیټي ته اړتیا نلرئ.

ستاسو د  واکسيناسيون په لیدنیټه کې

woman in chair with shoulder pain
  • مخکې لدې چې تاسو راورسیږئ، له هغه ځای سره اړیکه ونیسئ چیرې چې تاسو واکسین کیږئ یا د جزیاتو لپاره د خپي لیدنیټي تایید بریښنالیک بیاکتنه وکړئ چې کوم پیژندنې ته اړتیا لرئ چي تاسو يی د خپل واکسيناسيون لیدنیټي ته راوړئ.
  • کله چې تاسو واکسین ترلاسه کوئ، تاسو او ستاسو د روغتیا پاملرنې چمتو کوونکی دواړه به ماسک اغوستلو ته اړتیا ولري چې ستاسو پوزه او خوله پټوي. دننه او لیکو کې د نورو څخه 6 فوټ لرې پاتي کیږئ. د خپل ځان ساتنې په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ کله چې خپل د COVID-19 واکسین اخلئ.
  • تاسو باید د معلوماتو پاڼه یا بریښنایی نسخه ترلاسه کړئ دا تاسو ته د ځانګړي COVID-19 واکسین په اړه نور معلومات در کړي چې تاسو یې ترلاسه کوئ. هر منظور شوی د COVID-19 واکسین خپله د معلوماتو پاڼه لري چې معلومات لري ترڅو تاسو سره د دې ځانګړي واکسین ترلاسه کولو خطرونو او ګټو په پوهیدو کې مرسته وکړي. د مختلف COVID-19 واکسینونو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.
  • د COVID-19 واکسین ترلاسه کولو وروسته، تاسو باید لږترلږه 15 دقیقو لپاره په ځای کې وڅارل شئ. د COVID-19 واکسینونو او د نادر شدید حساسیت عکس العملونو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.
  • د خپل واکسین چمتو کوونکي څخه د ویسیف (v-safe) پیل کولو په اړه پوښتنه وکړئ، یو وړیا، د ټلیفون پراساس وسیله چې د متن پیغام رسوي او ویب سروې کاروي ترڅو د COVID-19 واکسین ترلاسه کولو وروسته شخصي روغتیا رپوټونه چمتو کړي. والدین او ساتونکي کولای شي ځوانان (عمر 12 او پورته) یا متکي کسان په وی-سیف (V-safe) کي شامل کړي او د COVID-19 واکسین کولو وروسته د دوی په استازیتوب د روغتیا رپوټونه بشپړ کړي. په وی-سیف (V-safe) کي نوم لیکنه وشئ یا ورته لاس رسی وکړئ. د وی-سیف (V-safe) په اړه نور معلومات زده کړئ.

روښانه دایره آیکون ویډیو وګورئ پلی کړئ:  وی-سیف (V-safe) وکاروئ ترڅو سی ډی سی)  (CDC ته ووایاست چې تاسو د COVID-19 واکسین کیدو وروسته څنګه احساس کوئ [00:00:34]

خپل د واکسيناسيون کارت ترلاسه کول

تاسو باید د واکسيناسيون کارت ترلاسه کړئ دا تاسو ته وایی چې کوم د COVID-19 واکسین تاسو ترلاسه کړل، هغه نیټه چې دا تاسو یې ترلاسه کړل، او چیرته مو دا ترلاسه کړل. خپل د واکسین کارت وساتئ په هغه صورت کې چې تاسو ورته د راتلونکي کارونې لپاره اړتیا لرئ. شاتړ د کاپي په توګه د خپل واکسيناسيون کارت عکس اخیستل په پام کې ونیسئ.

که تاسو په خپله لیدنیټه کې د COVID-19 واکسيناسيون کارت ترلاسه نکړئ، د واکسيناسيون چمتو کوونکي ځای سره یا چیرې چې تاسو واکسین شوي یاست یا خپل د ایالت روغتیایی څانګه سره اړیکه ونیسئ ترڅو ومومئ چې تاسو څنګه کارت ترلاسه کولای شئ.

زده کړئ چي  څه وکړو که تاسو د واکسيناسيون کارت له لاسه ورکړی وي.

د نورو واکسینونو سره د COVID-19 واکسین ترلاسه کول

تاسو کولای شئ په ورته لیدنه کې د COVID-19 واکسین او نور واکسینونه ترلاسه کړئ. تاسو نور اړتیا نلرئ د واکسيناسيونونو ترمنځ 14 ورځې انتظار وکړئ. د نورو واکسینونو تجربې ښودلې دې چې څنګه زموږ بدن د واکسین کیدو وروسته محافظت رامینځته کوي، د معافیت غبرګون په توګه پیژندل کیږي، او د واکسینونو احتمالي جانبي عواریض عموما ورته وي کله چې یوازې یا د نورو واکسینونو سره ورکول کیږي.  د نورو واکسینونو د وخت په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ

که تاسو دوهم ستني/انجیکشن ته اړتیا لرئ

vaccine bottles

که تاسو د  COVID-19 ایم ار این اي (mRNA) (فایزر بایواینټیک(Pfizer-BioNTech)  واکسین یا موډرنا  (Moderna)) د COVID-19 واکسین ترلاسه کړئ، تاسو به د بشپړ خوندیتوب لپاره 2 ستنو/انجیکشنو ته اړتیا ولرئ. د COVID-19 واکسینونه د تبادلې وړ ندې. که تاسو د فایزر بایواینټیک(Pfizer-BioNTech) یا د COVID-19 موډرنا (Moderna) واکسین ترلاسه کړی وي، تاسو باید د خپل دوهم شاټ لپاره ورته محصول (یا برانډ) ترلاسه کړئ.  تاسو باید خپل دوهم ستنه/انجیکشن واخلئ حتی که تاسو د لومړي ستني/انجیکشن وروسته جانبي عواریض ولرئ، تر هغه پوري چې د واکسین چمتو کوونکی یا ستاسو ډاکټر تاسو ته ووایی چې دا مه اخلئ.

هغه خلک چې له معتدل څخه تر شدید ضعیف معافیت سیسټمونو سره وي باید د لومړني 2 خوراکونو وروسته  د COVID-19 ایم ار این اي (mRNA) واکسین اضافي خوراک ترلاسه کړي.

که تاسو د وایرل ویکتور COVID-19 واکسین ترلاسه کوئ، د جانسن او جانسن جانسین (J&J/Janssen) کوویډ-19 واکسین، تاسو به یوازې 1 ستنه/انجیکشن ته اړتیا ولرئ.

د خپل دوهم ستنه/انجیکشن ترلاسه کولو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.

د پیاوړی کوونکو ستنو/انجیکشنو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.

د COVID-19 واکسین ترلاسه کولو وروسته څه تمه کوئ.

تاسو ممکن د COVID-19 واکسین ترلاسه کولو وروسته  جانبي عوارض ولرئ. د هر درد یا تکلیف کمولو څرنګوالي په اړه ګټورې لارښوونې ترلاسه کړئ.

دا ستاسو د بدن لپاره وخت نیسي چې د هر واکسین وروسته خوندیتوب جوړ کړي.  ډیر خلک د فایزر بایواینټیک(Pfizer-BioNTech) یا موډرنا (Moderna) کوویډ-19 واکسین کیدو  دوه اونۍ دوهم خوراک وروسته، یا د جي او جي/ جانسین (J&J/Janssen) کوویډ-19 واکسین کیدو  دوه اونۍ  یو-خوراک  وروسته په  بشپړ ډول واکسین شوي ګڼل کیږي. تاسو باید د خپل ځان او نورو ساتنې لپاره د موجود ټولو وسیلو کارولو ته دوام ورکړئ تر هغه چې تاسو بشپړ واکسین نشئ.

خپل د COVID-19 واکسین ترلاسه کولو په اړه نور معلومات ترلاسه کول زده کړئ.